امنیت

طالبانو په بلخ کې د يوې کورنۍ پنځه تنه غړي شهيدان کړل

 مزارشريف   باختر دزمري دمياشتې ٢٢ مه :
وسله والوطالبانو تېره شپه د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ پنځه تنه غړي شهيدان کړل.
د بلخ د دولت آباد ولسوال محمدکريم باختر آژانس ته وويل چې طالبانو د بلخ ولسوالۍ د هاشم آباد په کلي کې د يوه اوسيدونکي ګل محمد په کور بريد وکړ چې په نتيجه کې هغه له ښځې، ورور او دوو څلور کلن ماشومانو سره يې شهيدان شول او يو تن بل ټپي شو.
ده زياته کړه چې په دې جګړه کې يو وسله وال طالب هم وژل شوى او مړى يې په سيمه کې پاتې دى.
د يادونې وړ ده چې ګل محمد نوې د کورنۍ او  ګاونډيانو د دفاع په خاطر وسله اخيستې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته