امنیت

دطالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان دبدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې ووژل شول

کابل-  باختر د کب اته ويشتمه :
دطالبانودډلې دوه تنه قوماندانان د بدخشان ولايت په مربوطاتو کې له پوليسوسره  په جګړه کې ووژل شول او اته تنه نور طالبان ټپيان شول .
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، جګړه دبدخشان ولايت دوردوج  ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت ونښته  چې يوې ډلې وسله والو طالبانو پرې بريد وکړ چې له امله يې دمحمد عظيم اومحمد نذير  په نومونو دوسله والو طالبانو دوه تنه مشهور قوماندانان  ووژل شول او اته تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه چې ددغې نښتې په بهير کې  يوه  اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته