امنیت

دتخار ولايت چال ولسوالۍ ته د طالبانو د ډلې نومول شوى ولسوال ونيول شو

کابلباختردسرطان ٢٤
دملي امنيت د لوى رياست موظفينودتخار ولايت دچال ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ډلې نومول شوى ولسوال  د تالقانو ښار په مربو طاتوکې ونيوه.
دملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته ديوې خبر پاڼې په ليږلو سره ليکلي دي چې ده په لومړنيو تحقيقاتوکې اعتراف کړى دى چې پوځي تعليمات او په واټ کې د ښخولو لپاره د ماينونو د جوړولو لارې چارې يې په شمالى وزيرستان کې د جندالله د ډلې له ازبکستاني ښوونکو څخه زده کړې دي او دتخار ولايت لپاره د طالبانو د نومول شوى والي مولوي باز محمد له خوا چې دپاکستان په پيښورکې استوګنه لري؛ د دغه ولايت دچال د ولسوال په تو ګه ټاکل شوى و چې په تالقانو ښارکې د ماين ښخولو په وخت کې ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته