امنیت

څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٠
څوارلس تنه وسله وال طالبان تېره شپه د خپلو دوو تنو افرادو له خوا په کندز ولايت کې ووژل شول.
د کندز ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد قسيم جنګل باغ د باختر آژانس خبريال ته وويل: د امنيتي ځواکونو د اوپراتيفي کار له امله چې د طالبانو د ډلې له دوو تنو غړو سره په اړيکه کې و؛ د وسله والوطالبانو د ډلې د يوه تروريست ملا بازمحمد په ګډون ١٤ تنه وسله وال طالبان د تيرې شپې د دوبجو په شاوخوا کې د امام صاحب ولسوالۍ د يکه توت په ساحه کې ووژل شول.
جنګل باغ زياته کړه: دغو دوو تنو طالبانو د هغوى ١٤ ميله وسلې هم امنيتي پوستې ته وسپارلې او دوى اوس د کندز د امنيتي ځواکونو تر ملاتړ لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته