امنیت

درې تنه تروريستان ونيول شول

کابل  باختر دکب دمياشتې١٥:
درې تنه تروريستان پرون  په پروان ولايت کې  دځانګړو پوځي عملياتو په
بهيرکې  ونيول شول .
دغه تروريستان  هغه وخت دملي امنيت دمامورينو له خوا ونيول شول چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و.
دافغانستان په شمال او شمال ختيځ  کې دملي اردو دميشتو ځواکونو وياند دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې دغه تروريستان دملي امنيت دمامورينو دعملياتو په بهيرکې ونيول شول.
ده وويل : تروريستان په ورانکارو فعاليتونو بوخت و  او له دوى څخه يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته