ګردیز باختر د چنګاښ د میاشتې ۲ مه وسله والو طالبانو تېره شپه د پکتیا ولایت د زرملې او احمد ابا په ولسوالیوکې د ملي پولیسو پر پوستو ډله يېز بریدونه وکړل. ځايي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول او درانه ځاني او مالي زیانونه هم ورته اوښتي دي. د پکتیا د امنيې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې په دغو نښتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره معلومات په لاس کې نه لري. پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ