سیاست

هند د افغانستان لپاره له روسيې څخه وسلې پيري

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
هندوستان د ملي اردولپاره له روسيې څخه وسلې او تجهيزات پيري.
دباختر آژانس دخبرله مخې: هندي رسنيو خبر ورکړي دي: هند او روسيې د افغانستان دملي اردو لپاره د وسلو او تجهيزاتو د پيرودنې په باب موافقې ته رسيدلي دي.
نوى ډيلي تېرکال له افغانستان سره يو تړون لاس ليک کړ چې د هغه له مخې هند ژمنه کړې ده څو له افغان امنيتي ځواکونو سره د وسلو د برابرولو او د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې مرسته وکړي.
هنددظرفيت جوړولو په لاره کې په افغانستان کې د افغان عسکرو روزنيز پروګرامونه او په هندکې لنډمهال روزنيزکورسونه تعقيبوي. خو د وسله پيردول جنجالي خبره وه، ځکه هند د هغو دليلونو له امله چې لري يې؛ نه غواړي هندي وسلې د افغانستان په واک کې ورکړي.
د افغانستان سره د وسلو او تجهيزاتو د مرستې موضوع څوځلې دهند دکابينې په غونډه کې طرحه شوه او وپتيل شوه چې د افغانستان د اړتيا وړ وسلې له روسيې څخه وپيري.
هندي خبرځايونو ويلي دي: په هغه موافقه کې چې د هند او روسيې ترمنځ د وسلو او تجهيزاتو د پيردودنې په باب شوې ده؛ د صحرايي توپونو، هليکوپټرونو او د زغره وال وسايط شامل دي چې بيه يې د هند له خوا ورکول کيږي. يو بل تړون د روسيې وسلو بيا ترميمول دي.
د هندوستان له خوا د افغانستان د ملي اردو د وسلو او تجهيزاتو بشپړول په داسې حال کې طرحه کيږي چې افغان مقامات د ملي اردو د سمبالولو په مقابل کې د لويديځو هيوادونوله چلند څخه خوښ نه دى. اوس په ملي اردوکې د درندو وسلو برخه محدوده ده او هوايي برخه هم څنګه چې د شرايطو او وخت غوښتنه ده؛ نه ده بشپړه شوې.
موجودې نيمګرتياوې د دې سبب شوې دي چې د افغانستان دولت د خپل سنتي او لرغونى دوست په لور مخه  وکړي او حامدکرزي هند ته په خپل سفرکې د ملي اردو د اړتياو يو لست هندي لوري ته ورکړى، وروسته د هند يوپوځي هيئت دافغانستان د اردو د اړتياوو د څيړنې په خاطر کابل ته راغى.
په افغانستان کې پوځي کارپوهان د افغانستان د اردو لپاره د روسي وسلو د پيرودنې په باب د هنديانو فکر يو ارزښتناک ګام بللى دى. ځکه افغان پوځيان د هندي او يا د کوم بل هيواد د وسلو په نسبت له روسي وسلو سره زيات بلد دي او په کارولوکې يې بريالي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته