امنیت

اته ډار اچوونکي په ننګرهار کې ووژل شول

کابل / دکب ٢١مه / باختر :
اته ډار اچوونکي په ننګرهار کې په نويو جګړو کې ووژل شول.
پر دغو ډار اچوونکو تېره شپه او نن سهار  د هسکې مېنې، خوږياڼو او شېرزادو ولسواليو په ځينو سيمو کې بريدونه وشول .
  د هېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو  د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره  وايي  چې په  نويو جګړو کې  اته ډار اچوونکي ووژل شول او څوارلس نور ټپيان شول.
د رارسېدلو خبرونوله مخې، دغه ډار اچوونکي پر پوځيانو د بريد په وخت کې  د پوځيانو په متقابلو ډزو کې وژل شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي چې دوه ډار اچوونکي په ننګرهار کې دخپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.
دغو ډار اچوونکو نن سهار  غوښتل  د شېرزادو لسوالۍ پر سړک ماين ښخ کړي  چې ماين وچاودېد او دواړه يې ووژل .
د يوبل خبرله مخې، د ننګرهار پوليسو  د دغه ولايت  په ګڼ مېشتو لارو کې د١٧ ماينونو په کشفولو سره  ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته