پلخمري باختر د لړم د مياشتې ٢١ نيټه :
اووه تنه مشکوک کسان تېره شپه د بغلان ولايت د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې ونيول شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: نيول شوي کسان د ٢٠٩ شاهين قول اردو د کومانډو د ځانګړو قطعاتو په عملياتوکې د دغه ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په کوکچنار سيمه کې ونيول شول.
جمشيدي زياته کړه چې په دغو عملياتوکې د دغې ولسوالۍ د کوکچنار کلى هم له دښمنانو څخه پاک شوى او په دې ساحه کې يو ماين کشف او شنډکړاى شو.
پاى شکريه ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ