سیاست

مصر په جلال اباد ښارکې د سې شنبې د ورځې برید غندلی دی

نړيوالې خبري منابع دزمري دمياشتې ١١ نيټه : 
مصرپه جلال‎اباد ښارکې د سې شنبې د ورځې خونړی برید چې ۱۵ تنه په‎کې ووژل شول او مسوولیت یې د داعش ډلې په غاړه واخيست، په سختوټکوغندلی دی.       
د مصر دولتي ورځپاڼې الاهرام د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت له خولې پرون وویل چې مصر د دا ډول خونړیو تروریستي بریدونو پر وړاندې له افغان حکومت او د افغانستان له خلکو کلک ملاتړ کوي.
د مصرد بهرنیوچارو وزارت پرنړیواله ټولنې هم غږ کړی دی چې د تروریستي ډلو د منځه وړلو لپاره دې د هغوی مالي سرچینې، د روزنې مرکزونه او خوندي پټنځايونه په نښه کړي.
په ‎دې برید کې چې په جلال‎اباد کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو په ریاست کې ترسره شو، په وژل شوېو کسانو کې یوه هم د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د سازمان  (آى او ام ) یوه ۲۲ کلنه کارکوونکې وه چې درې کاله مخکې یې مېړه په کابل کې په یوې چاودنه کې وژل شوی و او یو۶ کلن ماشوم ترې پاتې دی .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته