امنیت

نهه تنه ډار اچوونکي د هېواد د جنوب زون په ولايتونوکې ووژل شول

کابل باختر د ليندى  پنځلسمه :
نهه تنه ډار اچوونکي د هېواد د جنوب زون په ساحوکې د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتوپه بهيرکې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات چې د قندهار ولايت د ميوند او شاولي کوټ او د روزګان ولايت د دهراوود او روداتو د ولسواليو او د دغه ولايت د ترينکوټ په مربوطاتو او دوه  لارې کې ترسره شول؛ له امله يې نهه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول .
په دغو عملياتوکې د دښمن د درندو وسلو يوه اندازه مهمات، يو سراچه ډوله موټر او يو موټرسايکل ويجاړ شوي او د وسايطو ضد ٢٢ ماينونه هم کشف او شنډ کړى شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته