واشنګټن بي بي سي باختردتلې دمياشتې٢٦نيټه :
د هاوايي په ايالت کې د يوې محکمې فدرال قاضي د يوه حکم په صادرولو سره د امريکا د جمهور رئيس دونالدترامپ د دريم مهاجرتي فرمان مخه نيولې ده. هغه تصميم چې د امريکا حکومت ويلي دي چې په هغه به اعتراض وکړي.
دغه حکم د هاوايي دلوى څارنوال، د هاوايي د مسلمانانو د ټولنې او د دريو تنو نورو د شکايت په ځواب کې صادر شوى دى .
د دغې لارښوونې له مخې، زياتره د ايران، ليبيا، سوريې، يمن، سوماليا، چاد او د شمالي کوريا اتباع تر نامعلومې نيټې پورې امريکا ته له ورتګ څخه منع کيدل.
په نوي لارښوودکې د وينزويلا د حکومت په يوشمېر مقاماتو هم امريکا ته د ورتګ بنديز لګول شوى دى.
په همدې حال کې د قاضي حکم د شمالي کوريا او وينزويلا په اړوند نه دى.
پخوا هم د امريکا څو فدرالو محکمو د ترامپ مهاجرتي فرمانونه بند کړي و.
پاى ج ذ
2 1 دقیقه لوستل