امنیت

په هلمند کې دځانمرګي بريد مخه ونيول شوه .

کابل باختر د سلواغې  اتلسمه :
پوليسو په هلمند ولايت کې ديوه ځانمرګي بريد مخه ونيوله .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
محمد موسي چې دطالبانو دډلې دځانمرګو بريدونو او چاودنو د يوه سازمان ورکوونکي حفيظ محمود په لارښوونه  ځانمرګي بريد ته چمتو  شوى و او غوښتل يې له يو پوځي  خولۍ څخه په استفادې  سره چې چاوديدونکي  توکي پکې په ماهران ډول ځاى پرځاى شوي وو دهلمند ولايت امنيې قوماندانۍ ته ننوځي او ځانمرګي بريد ترسره کړي چې دپوليسو له خوا وپيژندل شو او ونيول شو .
  نيول شوي  سړي اعتراف کړى دى چې دپوليسو په يورنجر موټر  دماين دچاودنې ، دهلمند ولايت دناوې ولسوالۍ د وکړني شورا دوکيل عبدالمالک  او دلښکرګاه ښار دصافيانو په ساحه کې  دپوليسو ديوه ساتنمن  دترور په ګډون په څو نورو تروريستي بريدونوکې يې هم لاس درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته