امنیت

د ناټو د جنګي الوتکو په بريدکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د کب لسمه :
دکونړ ولايت په غازي آباد ولسوالۍ کې تېره شپه د ناټو دجنګي الوتکوپه بريدکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل باخترآژانس ته وويل: دغه بريد د ناټو د ځواکونو له خوا دکونړ ولايت دغازي آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شو چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې بريدکې د سيمې اوسيدونکو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته