امنیت

په کندزکې ددريو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر دزمري شلمه :
درې تنه وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت دامريت سرپرست   سمونمل صفي الله محزون  باختراژانس ته وويل دغه وسله وال طالبان له هغه وروسته  ووژل شول چې ددغه ولايت دقلعه ذال  ولسوالۍ دچقر په ساحه کې  دامنيتي منسوبانو په پوستو بريدونه وکړل اوله امنيتي ځواکونو سره مخامخ شول او وسله وال طآلبان دسردزيان  په زغملو سره له ساحې څخه وتښتدل  .
ده زياته کړه چې په دغوبريدونوکې پنځه تنه وسله وال طالبان او يو امنيتي منسوب ټپيان شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته