امنیت

دوه تنه ماشومان په يوه چاودنه کې شهيدان شول.

کابل باختر د تلي  نولسمه :
په جوزجان ولايت کې ديو لاسي بم دچاودنې له امله دوه تنه ماشومان شهيدان او يو بل ماشوم ټپي  شو.
دجوزجان دوالي وياند محمد رضا غفوري باختر آژانس ته وويل:درې تنه ماشومان چې نن د خانقا ولسوالۍ د شاه مرزا په کلي کې له يو لاسي بم سره په لوبوبوخت و. بم وچاوديد چې له امله يې دوه تنه ماشومان شهيدان شول او يو تن بل يې ټپي شو.
غفوري زياته کړه :د شامرزا سيمه پخوا يوه پوځي ساحه وه او بمونه او ماينونه له هغه وخت څخه په سيمه کې پاتې دي  دجوزجان ولايت د روغتون يو مسوول وايي چې د ټپي ماشوم يو لاس او يوې سترګې ته زيات زيان اوښتى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته