امنیت

په قندهار کې پنځو پولیسانو ته په خوړو کې زهر ورکول شوي دي

کابل/ د غبرګولي ۱۵ مه / باختر
د قندهار په پنځمه حوزه کې پولیسانو ته په خوړو کې زهر ورکول شوي چې له امله یې پنځو پولیسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه پېښه تېره شپه د پنځمې حوزې اړوند د ظریفي مېنې انار باغ پوسته کې شوې ده.
یوې امنیتي سرچینې باختر آژانس ته ویلي چې یادې پوستې ته میلمانه ورغلي او پولیسو ته یې په خوړو کې زهر اچولي، خو وروسته تښتېدلي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ نن سهار اته بجې د قندهار د درېيمې حوزې اړوند د ملایانو په کلي کې پر پولیسو چاودنه کې یو پولیس ټپي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم د قندهار په عینو مېنه کې پر پولیسو چاودنه کې دوه پولیسان ټپيان شوي وو.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته