امنیت

د هېواد په ځتیځ کې له وسله والو سره د اړیکو په تور دوه تنه ونیول شول

کابل/ د سلواغې ١٢مه/ باختر
د ننګرهار په مومند درې او د لغمان په الیشنګ ولسوالیو کې له وسله والو سره د اړیکو په تور دوه کسان نیول شوي دي.
د سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر آژانس ته وویل چې دغه کسان د افغان ځواکونو په چاڼیزوعملیاتوکې نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې زیاتې سیمه هم د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې او امنیتي ځواکونو پکې ځای پر ځای شوي دي.
ویل کېږي دغه عملیات چې څو ورځې وړاندې پیل شوي دي؛ افغان ځواکونو ته پکې زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته