امنیت

په بادغیس کې د طالبانو برید په شا وتمبول شو

قلعه نو/ باختر/ د تلې ۸ مه
د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې پرون د وسله والوطالبانو برید په شا وتمبول شو .
د ملي اردو د درېیمې لوا د عامه چارو مرستیال محمد یاسین حیدري باختر آژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو پرون د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې په سرخ لیک سیمه کې د ملي اردو په یوې پوستې برید وکړ چې د دوی له سخت مقاومت سره مخامخ شول او د یو تن په وژل کیدو او د یو بل تن په ټپي کیدو سره په شاتګ ته اړ شول .
ده وویل چې په دې جګړه کې د ملي اردو منسوبینو ته زیان نه دی اوښتی.
ختم /ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته