امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان ووژل شو

کابل باختر د ليندي دولسمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان نن سهار د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د آيساف د ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو .
دماڼوګي ولسوال انجنير عبدالمرجان د باخترآژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل: دطالبانو د ډلې يو مشهور قوماندان عطاالله ددغه ولايت دماڼوګيولسوالۍ د پيچ درې د تنتيسل په ساحه کې د بې پيلوټه جنګي الوتکو د بريد له امله ووژل شو .
دماڼوګي ولسوال وويل: په زيات ګومان سره چې د حيات الله په نامه دطالبانو ددغه قوماندان  ورور هم په دې بريدکې وژل شوى دى .
څه موده مخکې دطالبانو يو قوماندان حاجي دوران هم په کلايکل دره کې د بې پيلوټه جنګي الوتکو په بريد کې ووژل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته