امنیت

په پلخمري کې د صفر – ١٢ قطعې پوسته د طالبانو له خوا کلابنده شوې ده

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٥
په پلخمري ښار پورې اړوند د ډنډغوري د سرخ کوتل د کلي د سيمه ييزو پوليسو امنيتي بيز تېره شپه له سختې جګړې وروسته د طالبانو لاس ته ورغله.
دغه امنيتي بيز د ډنډغوري له طالبانو سره د کندز له ولايت څخه د تښتيدلو تروريستي ډلو د ګډو هلوځلو له امله له امنيتي ځواکونو سره له ٤٨ ساعته سختې جګړې وروسته د طالبانو لاس ته ورغلى او د دغې پوستې پوليسو په سرخ کوتل غونډۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست پورې اړوند د صفر – ١٢ قطعې ته په شاه کړى دى.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مرستيال جاويد بشارت د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغې جګړې له امله طالبانو ته د سر درندو زيان اوښتى دى چې په وژل شويو او ټپيانوکې د دوى مشهور قوماندانان هم شامل دي.
د صفر – ١٢ قطعې قوماندان څارمن نذير احمد وايي: په دې جګړه کې يو ملي پوليس او يو سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.
ويل کيږي؛ د صفر – ١٢ قطعه چې د سيمه ييزو پوليسو او د دغې قطعې د منسوبينو د راټوليدو سيمه ده؛ د طالبانو په کلابندي کې ده او د دولت د نه پاملرنې په صورت کې به دغه پوسته د طالبانو لاس ته ورشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته