سیاست

مسوولينو په بلخ کې د انتخاباتو د امنيت د تامين ډاډ ورکړ

کابل/ باختر/ د وږي ٢٦مه
د بلخ د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې له ٣١٥ انتخاباتي مرکزونو څخه ٣٣ مرکزونه يې د امنيتي ګواښونو له امله تړلې دي.
دباختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: د بلخ دانتخاباتو د خپلواک کمېسيون رييس محمد ايوب انصاري ددغه ولايت په ځينو برخوکې دجګړې دپراختيا او د ناامنيو له زياتوالي په اړوند اندېښنه وښودله او ويې ويل: په بلخ کې له ٣١٥ مرکزونو څخه ٣٣ مرکزونه يې د امنيتي ګواښونو له امله تړلې دي.
د بلخ ولايت مرستيال محمد بشير توحيدي او امنيه قوماندان اجمل فايز ددغه ولايت په ځينو برخوکې نا امنۍ ومنلې او ژمنه يې وکړه چې د جمهوري رياست د انتخاباتو په ورځ د امنيت د تامين لپاره هلې ځلې کوي او د بلخ اوسيدونکو ته يې ډاډ ورکړ چې د خپل برخليک د ټاکلو لپاره له اندېښنې پرته خپلې رايې وکاروي .
ختم-سعيده – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته