سیاست

د ملي امنیت شورا غونډې د سولې مشورتي لویې جرګې د امنیت پر تامین خبرې وکړې

 کابل / د زمري ١٥مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه.
باختر آژانس ته د جمهوررییس د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې لومړی د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت او په ځانګړې ډول د سولې مشورتي لویې جرګې د امنیت د تامین په اړه خپل راپورونه جمهورريیس ته وړاندې کړل.
جمهورريیس غني د هغوی د راپورونو تر اورېدو وروسته، د سولې مشورتي لویې جرګې او د دې جرګې د ګډونوالو د امنیت د تامین په اړه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو جمهورريیس ته ډاډ ورکړ چې په خوندي او امن فضا کې د سولې مشورتي لویې جرګې د ترسره کېدو لپاره به لازم امنیتي تدابیر ونیسي.#
پای / وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته