امنیت

ديوي ځوانې ښځې مړى په فارياب کې دپوليسو له خوا ترلاسه شو .

 کابل باختر د تلي دولسمه :
ديوې ميرمنې  مړى نن سهار دفارياب  ولايت په ميمنې  ښار کې له يوکور څخه دپوليسو له خوا ترلاسه شو .
  دفارياب ولايت امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخيل  د دغه خبر په  تاييدولو  سره  باخترآژانس ته وويل دغه ميرمنه  يوه ورځې مخکې دخپل ميړه له خوا  وژل شوي ده .
ده وويل  د دغي وژنې  انګيزه تراوسه  پورې    روښانه نه  ده خو  ويل کيږي چې  ددغې وژل شوي ميرمنې ميړه  نوي له ايران څخه راغلي و او ګومان کيږي  چې دغه پيښه دکورنۍ تاوتريخوالي له امله رامنځته  شوې وې .
  دفارياب دامنيې قوماندانۍ جنايي جرمونوسره د مبارزې  مدير سمونيار زلمي جسور وويل :  چې مړي يې  په داسې حال کې ترلاسه کړ چې  سر يې  د چړې  په واسطه  پرې شوي و .
جسور  وويل  :  ددغې ميرمنې ميړه دخپلې  ميرمنې له وژلو وروسته له خپل خسر سره  چي په ايران کې ژوند کوي اړيکې  ونيولې او دکور پته  يي ورکړه  او ويلي يې دي  چې خپله ميرمن يې وژلې ده  .
دفارياب له جنايي جرمونوسره  دمبارزي مدير دغه راز  زياته کړه  چې  د ده خپلوانو دپوليسو ځواکونو ته خبر ورکړى دى .
ده وويل :   تراوسه پورې د وژل شوې ميرمنې ميړه  نه دى نيول شوى خو تحقيقات دوام لري .
ده وويل  : چې دغې ښځې  اته ويشت کاله  عمر رلوده او څيړنې ښيي چې يوه ورځ  مخکې وژل شوي وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته