سیاست

کاناډا په پکتيکا ولايت کې تروريستي بريد وغانده .

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٣ :
دکاناډا دبهرنيو چارو  وزارت ديوې وينا په خپرولو سره دپکتيکاولايت   په يحيى خيلو ولسوالۍ کې وروستى تروريستي بريد په کلکه وغانده او  هغه يې  دافغانستان دخلکو ددښمنانو کار بللى دى .
دبهرنيو چارو وزارت وياند باختراژانس ته خبرورکړ :
په دې وينا کې ويل شوي دي   دکاناډا حکومت او خلک  دهغې وروستي پيښې په اړوند چې له امله يې  په لسګونو تنه  بيګناه خلک  دپکتيکا ولايت په يو  ورزشي ډګر کې  شهيدان شوي دي په ډيرو  سختو الفاظو غندي .
موږ ددغې پيښې دوحشيانه بريد، قربانيانو ته دمغفرت اوپاتې کسانو ته يې  دجميل صبر هيله کوو.
دکاناډا دبهرنيو چارو وزير  په پيغام کې دغه راز ويل شوي دي چې دغه شان بريدونه  دډار اچونې پرخلاف مبارزه کې  دکاناډا  کلک هوډله پخوا زيات پياوړى کوي  او نړيواله ټولنه به لا پسې هوډمنه کړي  چې د تروريزم  جرړې په هرځاى  کې وي وباسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته