امنیت

دپوليسو اووه تنه مامورين په هلمند کې په يوه تروريستي توطيه کې په ډزو سره ووژل شول .

کابل باختر د وږي  ديارلسمه :
دپوليسو اووه تنه مامورين په هلمند ولايت کې په يوه تروريستي توطيه کې په ډزو سره ووژل شول .
دغه مامورين دګرمسير ولسوالۍ په يوه لرې پرته ساحه کې په خپلې امنيتي پوسته کې لومړي په شړومبو کې دزهري  مادو په اچولو سره مسموم او وروسته په ډزو سره ووژل شول .
درارسيدلو خبرونو له مخې ددغې امنيتي پوستې دپوليسو يوه مامور له تروريستي ډلو سره لاس يوکړى او له هغه وروسته  چې دخپلو ملګروپه شړومبو کې زهرجن  مواد واچول دوسله والوطالبانو دډلې د افرادو په همکارۍ دغه اووه تنه پوځيان په ډزو سره ووژل .
دهرات ولايت دګرمسير ولسوالۍ يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل  چې په دې تروريستي توطيه کې دپوليسو اووه تنه مامورين له تيغه تير شوي دي .
ده تاييد کړه چې ددغې امنيتي پوستې يوه پوځي له طالبانو سره لاس يو کړى و او دخپلوملګرو له مسمولو وروسته يې هغوى دوسله والو طالبانو دترورييستي  ډلې دافرادو په همکاري  په ډزو سره وژلي دي .
ويل کيږي چې يرغلګرو ددغو پوځيانو له وژنې  وروسته دهغو څو جنګي وسايل او يورنجر موټر هم له ځان سره وړي دي .
دهلمند پوليس وايي چې له طالبانو سره دهمکار پوځي دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې دوام لري .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته