سیاست

دافغانستان او ترکمنستان ترمنځ داقتصادي پروژو په باب خبرې وشوې .

کابل باختر دغبرګولي  اتمه :
دبهرنيو چارو وزير  صلاح الدين رباني  پرون  دترکمنستان  دبهرنيو چارو له وزير  رشيد مردوف  سره  په کويت کې  داسلامي همکاريو دسازمان  دبهرنيو چارو دوزيرانو دشورا  د دوه څلويښتمې غونډې تر څنګ وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت  دوياند مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې کتنه کې دواړو لورو په سيمه کې دنويو ګواښونو څخه دګډې انديښنو او  دتاپي ،  له ترکمنستان څخه افغانستان ته  داوسپنې دپټلۍ  دجوړولو  او له ترکمنستان څخه افغانستان ته دبريښنا دليږدونې  په ګډون  داقتصادي پروژو په باب خبرې اترې وکړې .
دترکمنستان دبهرنيو چارو وزير  ددواړو هيوادونو دبهرنيو چارو دوزوارتونو ترمنځ  نږدې همکاري  او زياتې اړيکې  داقتصادي همکاريو دودې او دغه راز  دګواښونو  دله منځه وړلو لپاره  د ګډ ې لارې  دموندلو او دګډو انديښنو  دله منځه وړلو لپاره ګټور وبلل .
دهيواد دبهرنيو چارو وزير هم  ددواړو هيوادونو  دبهرنيو چارو  دوزارتونو ترمنځ  دهمکاري  او اړيکو  په ارزښت  باندې ټينګار وکړ او له ګاونډيو او دسيمې  له هيوادونو سره يې  داقتصادي مشارکت  او همګاري  دافغانستان  دحکومت  دبهرني سياست له لومړيتوبونو څخه وبلل .
  دغه راز  دواړو لورو موافقه وکړه چې  ترکمنستان ته  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  په سفر کې   دهغو موافقو په باب  دزياتو خبرو په مقصد  غونډه  چې ددواړو هيوادونو ترمنځ  ترسره شوي دي  په راتلوونکو مياشتو کې  په کابل يا عشق اباد کې  ددواړو هيوادونو دمقاماتو ترمنځ  جوړه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته