امنیت

په فارياب کې ديوې ښځې دسوځيدلى مړى کشف

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ١٥ :
ديوې ځوانې ښځې سوځيدلى مړى  په فارياب ولايت کې  په يوه اديره کې  ترلاسه شوى دى .
دفارياب ولايت  مطبوعاتي مسوول سيدمسعود يعقوبي دباخترآژانس خبريال ته وويل :   دفارياب پوهنتون دکرنې دپوهنځي دلومړي کال  محصله توخته ګل د چهارشنبې په ورځ له خپل کور څخه  دپوهنتون په لور روانه شوه   او دلارې په اوږدو کې بيدرکه شوه او ددغې نجلۍ سوځيدلى مړى  پرون دميمنې ښار داوومې ناحيې په اديره کې ترلاسه شو .
يوه اړوند خبرځاى وويل:  دغه نيم سوځيدلى مړى روغتون ته ليږدول شوى  او وروسته  خپلوانو ته يې وسپارل شو.
خبرځاى دغه راز وويل چې دپيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى اوپلټنې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته