کابل / د وږي ۱۲ مه / باختر
د ننګرهار د ملي امنیت منسوبینو نن په چاودېدونکو توکو بار دوه موټرونه کشف او ضبط کړل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ننګرهار والي ضیا الحق امرخېل رسنیو ته ویلي دي چې د دغه ولایت د ملي امنیت منسوبینو په چاودېدونکو توکو بار دوه موټرونه د ننګرهار د سره رود لسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او ضبط کړي دي.
هغه زیاته کړه چې په دغو موټرونو کې څه دپاسه دوه زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وو.
د ننګرهار والي وویل چې د ننګرهار د ملي امنیت منسوبینو د دغو چاودېدونکو توکو په تړاو پنځه تنه نیولي دي.
ختم/ع
0 د یوې دقیقې څخه لږ