امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په هوايي بريد کې ووژل شول

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٠ :
په پروان ولايت کې  پرون دايتلاف دځواکونو دبې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې  نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
دپروان ولايت په غوربند دره کې  دپروان ولايت دعامه نظم د کنډک قوماندان محمدهارون مبارز باخترآژانس ته وويل ؛ دايتلاف دځواکونو بې پيلوټه الوتکو  دهېواددملي دفاع وزارت دکوماندو قطعې په همکارۍ دپروان ولايت دسياه ګرد ولسوالۍ  ددره خشکي په څلوروسيمو کې عمليات ترسره کيږي .
مبارز زياته کړه ددغو بريدونو په بهيرکې نهه تنه  ياغي طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول او يو تن يې ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته