ورزش

د بلخ والي د فوټبال له ملي ټيم سره اته مليونه افغانۍ مرسته وکړه

کابل باختر د تلي  دويمه :
دبلخ والي دافغانستان دفوټبال دملي ټيم له غړو سره په کتنه کې دآسيا دجنوب په سياليوکې ددغه ټيم د اتلوالى له امله مبارکي وويله .
دبلخ والي استاد عطامحمد نور په دې کتنه کې چې نن په مزارشريف ښارکې وشوه؛ د ملي ټيم  غړو ته  اته مليونه افغانۍ ورکړې. دغه پيسې دبلخ د والي او ددغه ولايت ديوشمير سوداګرو له خوا وړاندې شوې دي .
دمزارشريف له ښار څخه دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: يوشمير سوداګرو او دفوټبال مينه والو د وطني غاليوپه ګډون د سوغاتونو په وړاندې کولو سره دهيواد دفوټبال د ملي ټيم غړي وهڅول.
د افغانستان دفوټبال ملي ټيم  په دې وروستيو وختوکې د آسيا د جنوب په سياليو کې د لومړي ځل لپاره اتل شو. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته