امنیت

په فراه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه :
دوه تنه وسله وال طالبان پرون په فراه ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والوطالبانو د فراه ولايت په مرکزپورې اړوند د قلعه زمان اوغلام صديق په کليوکې په امنيتي پوستو پراخ بريدونه وکړل چې د نښتې په نتيجه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوڅلور تنه نوريې ټپيان شول.
ده څرګنده کړه چې په دې نښته کې دوه تنه ملي پوليسان هم ټپيان شوي دي.
پاىج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته