کابل / دغبرګولې ٢٢مه /باختر:
دهېواد دبهرنيو چارو وزارت سرپرست محمد حنيف اتمر دافغانستان دسولې دبهير په اړوند داندونيزيا دبهرنيو چارو له وزير سره په تيلفوني اړيکه کې خبرې وکړې .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دغه تيلفوني اړيکه کې دبهرنيو چارو وزير دافغانستان دسولې دبهير اوپه تېره بيا د ١٣٩٧کال په پسرلۍ کې په دغه هېواد کې دافغان ښځو دځواکمن کولو او دافغانستان دسولې اوداسلامي عالمانو دکنفرانس په اړوند د اندونيزياله هلې ځلې او اغيزمن رول څخه مننه وکړه .
داندونيزيا دبهرنيوچارووزير داختر په ورځوکې او ددوه اړخيزو همکاريو دپراختيا او په تېره بيا دسولې دبهير دپرمختګ په باب دطالبانو اودافغانستان دولت له بشردوستانه اوربند څخه دخوښي په څرګندولو سره چمتوالى څرګنده کړه ډاډ يې ورکړ چې ددغه هېواد دولت په دې باب له هيڅ راز مرستې څخه به ډډه ونه کړي .
ختم_ عطاالله _اکرم
0 1 دقیقه لوستل