کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٠ :
دځوانانو اود سولې دخبرو اترو په نامه يوه دوه ورځنۍ غونډه پرون دبلخ
ولايت دټولنيزو او ميديوتيک په رسانه يي مرکز کې جوړ شو .
د مزارشريف له ښار څخه دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : په دې غونډه کې دبلخ ولايت دپوهنتونونو دمحصلانو ، مدني فعالانو، زده کوونکو ، نجونو او هلکانو او دکندز ولايت يوشمير ځوانانو په ګډون څه د پاسه ٣٥ تنو ځوانانو برخه اخيستې وه . .
سياسي کارپوه او په المان کې ميشت ورځپاڼه ليکوونکې ډاکتر رسول رحيم دغه پروګرام پيل کړ او ويې ويل ؛ سوله دافغانستان دخلکو يو اصلي آرمان دى او خلک د راتلوونکي په نسبت له يو ډول ناهيلۍ سره مخامخ دي او اوسني بحران دخلکو د ژوندانه په ټولو ساحوسيورى غوړولى دى.
ښاغلي رسول په هېواد کې اوسني بحران ته په اشارې سره وويل دغه بحران
ساده او آسانه نه دى بلکې يوه پيچلې پديده ده . په دې غونډه کې ځوانانو په کاري ګروپونو کې ګډون وکړ او دهېواد د بيلابيلو موضوعاګانو اوپه تيره بيا د ناامنۍ او سولې دخبرو په باب يې خپلې نظريې بيان کړې او پاى کې ځوانانو دغه خبرې اترې مثبتې او ګټورې وبللې .
0 1 دقیقه لوستل