امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې ووژل شول

کابل باختر دمرغومي اتمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان نن سهار د فراه ولايت په پرچمن ولسوالۍ کې ووژل شول.
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى جاويدکارګرباخترآژانس ته وويل:  دطالبانو دغه افرادله هغه وروسته ووژل شول چې په دغې ولسوالۍ کې يې د پوليسو په امنيتي پوستوبريدونه وکړل .
دکارګر دڅرګندونو له مخې: طالبان د سر د زيان له زغملو وروسته له ساحې څخه وتښتيدل اوددغې جګړې په بهيرکې د دوى څلور کلاشينکوفونه، څلور توغندي او پنځه مخابرې د پوليسو دځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې جګړه کې د پوستې درې تنه پوليسان هم ټپيان شوي دي او د درملنې لپاره روغتون ته وليږدول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته