سیاست

محمد يونس قانوني له جنرال جوزف دانفورد سره وکتل .

کابل باختر دوري يوولسمه :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس  قانوني نن ماښام په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونوله لوي قوماندان جنرال جوزف  دانفور او په افغانستان کې دناټو له نوي ملکي  استازي مورتيس يوخيمز  سره دخپل کار په دفتر کې  وکتل او خبري يې  ورسره وکړيې .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبر ورکړ ،  دجمهوري رياست لومړي مرستيال  په دې کتنه کې  په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو شتون او رول مثبت  وباله  او زياته يې کړه چې دافغانستان امنيتي ځواکونه ددې ځواکمني  لري چې په ټول هيواددانتخاباتو دترسره کولو لپاره امنيت تامين کړي
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې په افغانستان کې انتخابات يو ملي بهير دى  او له هرراز ترديد پرته به په افغانستان کې ترسره کړي اودهغو دخلکو پراخ ګډون  به په بشپړه توګه مشروعيت  يې هم زيات کړي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال په بشپړ ډاډ سره  وويل  چې دښمن  په هيوادکې دانتخاباتو  دګډوډولو ځواکمني  نه لر ي خوښايي  موږ په ځينوسيموکې امنيتي ګواښونه  ولرو چې هلې ځلې کوو  هغه شنډ  کړو .
په دې کتنه کې په افغانستان کې دناټو ملکي استازي مورتيس  يوخميزدجمهوري رياست دلومړي مرستيال  په توګه دمحمد يونس قانوني دټاکنې له امله خوښي  څرګنده کړه اوويې  ويل  زه ډاډمن  يم چې تاسې په هغه درايت او وړتيا سره چې لرلي  يې  په اوسنيو نازکو شرايطو کې دغه مهمه دنده  په ښه توګه ترسره کولاي شي .
په دې کتنه کې دغه راز جنرال جوزف دانفورد دجمهوري رياست لومړي مرستيال ته ډاډورکړ چې دافغانستان امنيتي ځواکونو ددې ظرفيت او ځواکمني  پيداکړې  ده چې وکولاي شي په يوازيتوب سره خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي .
ده دمشورتي لويه جرګې دجوړولو داسلامي دفرهنګي  پايتخت په توګه دغزني دټاکنې مراسمو او نورو دندو ته اشاره وکړه چې دافغانستان  امنيتي ځواکونو په بشپړ  قوت سره پکې ګډون وکړ او ثابته يې کړه چې کولاي شي په راتلونکي کې هم په خپلو دندوعمل وکړي .
په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو لوى قوماندان ډاډ ورکړ چې نړيواله ټولنه دافغانستان دخلکو ترڅنګ ولاړه ده او دافغانستان دانتخاباتودبهير ملاتړکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته