امنیت

ياغي طالبان په مرديانو ولسوالۍ کې دوګړني پاڅون په غړو بريد وکړ .

کابل باختر د وږي  څلورمه :
دجوزجان ولايت امنيتي مقامات وايي ياغي طالبانو په مرديانو ولسوالۍ کې دوګړني پاڅون پر غړو بريدوکړ او لس تنه يې ووژل او دهغوى دخوراکي توکو  ډيپو ګانو ته يې  اور واچاوه .
دغه مقامات وايي سيمه ئيزو پاڅون  کوونکو  دطالبانو دبريدونو په  وړاندې مقاومت وکړ خو له هغه وروسته  چې ددوى مهمات تمام شول  په شاتګ ته اړ شول
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سيد زمان الدين  حسيني دباختراژانس خبريال ته وويل چې دوسله والو طالبانو په بريد کې دسيمه ئيزو پاڅون کوونکي ديوه قوماندان دوه تنه خپلوان ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته