امنیت

په جلال آباد ښار کې چاودنه وشوه خو د سرزيان يې نه دى اړولى.

-کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥

دننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه وشوه خو ويل کيږي چې د سر زيان يې نه دى اړولى.
دغه چاودنه نن سهار په څلور بجو او ديرشو دقيقو په انګورباغ کې دننګرهار کانال دمرستيال غلام حضرت دکور په  وړاندې شوې ده .
پوليس وايي  چې بم  ددغه سيمه ييز مسوول دکور په وړاندې ځايى پرځاى شوى و.  ويل کيږي په دې  چاودنه کې چاته زيان نه دى رسيدلى خو دننګرهار دکانال دمرستيال دکور د ديوال  يوه برخه او دروازه  يې ويجاړه شوې ده  .
تراوسه پورې د دغه بم ايښودونې مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى .
دننګرهار دپوليسو ويندوى حضرت حسن مشرقيوال باختر آژانس ته وويل :
چې ددغه  بم ايښودونې هدف  ددغه ولايت دکانال دمرستيال ترور  و خو په
دې چاودنه کې هغه  ته زيان نه دى رسيدلى .
دننګرهار دپوليسو دويندوى  دڅرګندونو له مخې :  امنيتي ځواکونو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته