امنیت

دوه اويا تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل باختر غبرګولي څليرويشتمه :
  دوه اويا تنه وسله وال مخالفين په تيرو ٢٤ ساعتو نو کې  په هيواد کې دامنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، امنيتي ځواکونو دجوزجان ، لوګر ، هلمند ، ميدان وردګو ، او دنورستان د ولايتونو  په مربوطاتو کې امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله  يې دوه اويا  تنه وسله وال مخالفين  وژل شوي  پنځه اويا تنه نور ټپيان او لس تنه نور يې نيول  شوي دي
دغه راز دپوليسو ځواکونو دتخار ، کندز ، فارياب ، سرپل ، ارزګان ، زابل ، ميدان وردګو ، پکتيا ، هرات ، غزني او دلوګر دولايتونوپه مربوطاتوکې دوه شپيته ماينونه کشف او شند کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته