امنیت

په ترينګوټ کې چاودنه وشوه

کابل – باختر دليندۍ ديارلسمه
څو شيبې مخکې د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښارکې چاودنه وشوه.
دغه چاودنه نن له غرمې وروسته د دوو بجو په شاوخوا کې د ترينکوټ ښار په يوه ګن ميشت بازارکې شوې ده. عيني شاهدان وايي چې په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او دملي اردو د دوو تنو سرتېرو په ګډون، شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
تراوسه پورې روښآنه نه دى چې دغه پيښه د ماين او يا د چاوديدونکو توکو د چاودنې زيږنده ده او ياهم ځانمرګې بريد شوى دى.
له ترينکوټ ښار څخه د باختر آژانس خبريال خبرراکړ چې  پوځيانو د پيښې ساحې ته دخلکو د ټګ راتګ لاره تړلې ده او روغتيايي ټيمونه هم روغتون ته د ټپيانو په ليږدونې بوخت دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته