کابل / د وري ۱۰ / باختر
په ننګرهارکې د هوايي قواوو په نویو بریدونو کې ۱۴ طالبان ووژل شول او ۶ نورټپیان شول.
په دغو طالبانو له تېرې شپې څخه ترنن سهاره پورې د حصارک، شیرزادو او خوږياڼيو ولسواليو کې بریدونه وشول.
د ننګرهار یوې امنیتي سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې په دغو هوايي بریدونوکې د دوو پاکستانیانو په ګډون ۱۴ طالبان ووژل شول او ۶ نورټپیان شول.
په دغو بریدونوکې د طالبانو د سپرلۍ پرکاروان او درېو پټنځایونو بریدونه وشول.
وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یوبل خبرله مخې، پوځيان په ننګرهارکې وايي چې د ۱۵ ماینونو په کشفولواو شنډولوسره د یولړچاودنومخه ونیوله .
پای-ع
2 د یوې دقیقې څخه لږ