امنیت

په پروان کې د پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته کې يو وسله وال طالب ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ١٠ :
په پروان ولايت کې امنيتي ځواکونو تېره شپه دطالبانو د بريد په شنډولوکې يو وسله وال طالب وواژه  او درې تنه نور يې ټپيان کړل.
دپروان ولايت  دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره دمبارزې مدير لطف الرحمن رشاد د باخترآ ژانس خبريال ته وويل: د بهرنيو ځواکونوپه کاروان دپروان ولايت په مرکز پورې اړوند د هوفيان شريف په سيمه کې د وسله والو طالبانوله خوا بريد وشو چې د امنيتي ځواکونوله مقاومت سره مخامخ شول .
دخبرځاى د څرګندونو له مخې: دامنيتي ځواکونو ددفاع له امله  يووسله وال طالب ووژل شو او درې تنه نور يې ونيول شول.
دغه راز امنيتي ځواکونو ددغې سيمې په يوه کورکې دپوليسو پوځي جامې، لاسي بمونه  او يوکلاشينکوف ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته