امنیت

درې تنه په تخار کې دهيروئيو دقاچاقو په تور ونيول شول

تالقان باختردتلې دمياشتې ١٣نيټه : د تخارولايت پوليسو پرون څه ناڅه شپږ کيلو ګرامه هيروئين ترلاسه کړل او په اړوند يې درې تنه ونيول . د تخارولايت دمطبوعاتي دفترمسوول محمد جواد هجري د باختر آژانس خبريال ته وويل؛ دتخارولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې مديريت موظفينو څه ناڅه شپږ کيلو ګرامه هيروئين له يوه کرولا ډوله موټرڅخه چې له بدخشان ولايت څخه دتالقانو ښارته ليږدول شوي و ، دپلټنې په وخت کې ترلاسه کړل. هجري زياته کړه پوليسو د دغو نشه يي توکو دليږدولو په اړوند درې تنه نيولي دي. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته