سیاست

محمداشرف غني پیغام

کابل باختر د ثور ديارلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام
په ژورې خواشینۍ سره خبر شوم چې د هېواد یو نامتو سیاستوال، قومي مشر او د ارواښاد محمد داوود خان د وخت د کابینې غړی عزیزالله واصفي وفات شو.
ارواښاد عزیزالله واصفي په شاهي دوران کې د ولسي جرګې د غړي او له هغه وروسته د والي او د کرنې اواوبولګولو د وزیر په حیث کار وکړ او د جهاد په کلونو کې یې د هېواد د ژغورنې لپاره زیاتې هلې ځلې وکړې. ده په بيلابيلو وختونو کې د لویو جرګو د غړي په حیث د هېواد په ډېرو مهمو فیصلو کې فعاله برخه واخیسته.  د ده مړینه یوه لویه ضایعه ده.
د خپلې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو، د قندهار خلکو او ټولو وطنوالو ته وړاندې کوم. الله تعالی دې یې وبخښي او جنتونه دې یې په نصیب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته