کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٥
هغه سړى چې په قندهار ولايت کې يې په زهرو ککړو خوړو سره خپل پلار وژلې و پرون دپوليسو له خوا ونيول شو.
دقندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى ضيا دراني باختر آژانس ته وويل :
په حضرت ولى دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ دمرکز په اوسيدونکې تورلګول شوى دى چې دکورنۍ دښمنې له امله يې خپل پلار په زهر لرونکو خوړوسره وژلى دى .
د ده دڅرګندونو له مخې : پوليسو د وژل شوى سړى زوى حضرت ولى په کورکې نيولى دى او له ده څخه دپيښې دڅرنګوالۍ په باب تحقيقات پيل شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ