امنیت

په بغلان کې د زلزلې د راتلوونکو ټکانونو احتمال

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٥
په بغلان ولايت کې پرونۍ زلزله د دووتنو په شهادت سربېره د يو ديرشو تنو د ټپي کيدو او د استوګنې د کورونو د ويجاړيدو سبب شوه.
د بغلان ولايت له پيښو سره د مبارزې رييس محمد نصيرکهزاد د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغې طبيعي پيښې زياتره قربانيان ماشومان او بوډاګان دي او اټکل کيږي چې د دغې زلزلې نور ټکانونه نن احساس شي.
ده زياته کړه: د سر په زيان سربيره د استوګنې څه د پاسه ٣٠٠ کورونه ويجاړ او خاوندانو ته يې زيان اوښتى دى .
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: زياتره کورونه د اندراب او دهنه غوري په ولسواليو او په پلخمرى ښارکې ويجاړ شوي دي.
کهزاد زياته کړه: د سر د زيان دقيق شمېر تر اوسه پورې روښانه نه دى، خو د سر زيان د زياتوالي او د استوګنې د زياتو کورونو د ويجاړيدو امکان شته .
ويل کيږي د دغې زلزلې د زيانونو د دقيق تثبيتولو په مقصد سروې پيل شوې ده او ټاکل شوې ده ډير ژر له زيانمنو شويو کورنيو سره د خوراکي توکو او د نورو ضروري مالونو مرسته وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته