کابل باختر د زمري دويمه :
وسله والو طالبانو پرون په غورولايت کې شپږ تنه روغتيايي کارکوونکي وتښتول .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، دلعل ولسوالۍ دروغتون د امبولانس شپږ تنه سپرلۍ له هغه وروسته ددغه ولايت ددولتيار ولسوالۍ د شنيه په سيمه کې دوسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول چې له فيروز کوه ښار څخه دلعل ولسوالۍ په لور روان و .
طالبانو ددغو روغتيايي کارکوونکو دسپرلۍ موټر هم له ځان سره وړي دي .
دغور ولايت مسوولين داخبر تاييدوي خو تراوسه پورې په دې باب جزئيات نه ورکوي .
ويل کېږي چې دغور ولايت روغتيايي مسوولينو له قومي مشرانو سره دخبرو په حال کې دي چې دغه روغتيايي کارکوونکي دطالبانو له بند څخه ازاد کړي .
تيرکال هم وسله والو طالبانو څلور تنه روغتيايي کارکوونکي په ساغر ولسوالۍ کې کله چې په روغتيايي خدمتونو بوخت و له ځان سره بوتلل . چې دقومي مشرانو په منځګړيتوب بيرته ازاد شول .
ختم_ ج – اکرم
0 1 دقیقه لوستل