سیاست

د اجرائيه ریاست ویاند: د پرونۍ پیښې سرنخ د حکومت لاسته ورغلی دی

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢٠ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه ریاست ویاند ډاکټر مجیب الرحمن رحیمي پرون په یوې خبري غونډه کې د چهارشنبې په ورځ د شهید سردار محمد داوود خان په روغتون برید په کلکه وغانده او هغه یې له افغان امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې د وسله والو د ماتې لامل وباله.
د اجرائيه ریاست ویاندباخترآژانس ته خبرورکړ.
د اجرائيه رياست ویاند د ځانمرګو پر وړاندې د افغان ځواکونو مقابله او کړنې وستایلې او د افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ یې د حکومت د مشرانو په ځانګړي ډول د اجرائيه رئيس ملاتړ یې له هغوی سره د حکومت د مشرانو غمشریکي یاده کړه.
ده همدارنګه وویل، چې د دې پېښې د عاملانو په سزا رسولو کې د حکومت رهبري جدي ده. د رحیمي په وینا، سره له دې چې له دې وړاندې پېښې په پاکستان کې طرحه شوې وې؛ خو د یادې پېښې سرنخ هم افغان حکومت ته په لاس ورغلی او د څېړنو له بشپړېدو وروسته به ټول جزیات له خلکو سره شریک کړي.
ډاکټر رحیمي دغه راز له ترهګرۍ څخه د ملاتړ له امله پر پاکستان نیوکې وکړې او ویې ویل: له بده مرغه پاکستان، سره له دې چې د نړیوالو ټولنې تر فشارونو لاندې دی؛ تر اوسه یې د افغانستان غوښتنې ته چې له ترهګرۍ د ملاتړ پای ته رسول دي، مثبت ځواب نه دی ویلي.
د هغه په وینا، د دروازو تړل او پر کډوالو د فشارونو زیاتول حل لاره نه ده، بلکې ښه دا ده، چې د ترهګرو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخیستل شي، ځکه هغوی چې ترهګر یې وروزل اوس درنه بیه پرې کوي.
د اجرائيه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي، د تېرې ورځې د برید په اړه د یوشمېر پخوانیو امنیتي چارواکو له غبرګون څخه په نیوکې وویل، چې د ښاغلي کرزي د حکومت په خلاف اوس له دوست او دښمن نه ښکاره تعریف شتون لري، ترهګرۍ ناراضي ورونه نه ګڼل کېږي او امنیتي ځواکونه بشپړ صلاحیت لري، چې څو دښمن په هر ځای کې چې وي له منځه یوسي.
هغه زیاته کړه، چې د امنیتي مسوولانو استعفا د اوسنۍ ستونزې د حل لاره نه ده، بلکې هغه څه دي چې دښمن یې غواړي.
د اجرائيه رياست ویاند، په داسې حال کې چې ځانمرګي بریدونه یې د افغانستان لپاره سترې ننګونې یادې کړلې وویل، چې د دې بریدونو مهارول د سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو په کچه هم ستونزمن دي؛ خو له دې سره سره افغان امنیتي ادارو له نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ هڅه کوي، چې له دې ډول بریدونو څخه مخنیوی وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته