کابل / د غبرګولي ١٧ مه / باختر په سرپل ولايت کې د ملکي وګړو پر موټر د طالبانو په ډزو کې دوه تنه ووژل شول. د شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي باختر آژانس ته وویل چې دغه پېښه په سرپل – جوزجان لویه لاره کې نن سهار د نهمو بجو په شاو خوا کې رامنځته شوه. هغه وویل چې په پېښه کې درې نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د یو بل خبر له مخې: د نمبر- يو لويې لارې په خیتځ سېد آباد عربیه کلي کې د خلکو پر کورونو د طالبانو د برید په پایله کې یوه ښځه او یو نارینه ووژل شول او یوه بله ښځه ټپي شوه. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. ختم/ع
0 د یوې دقیقې څخه لږ