ټولنه

سبا ملي ماتم دى .

کابل باختردثور  دويمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني د ٢٠٩ شاهين قول اردو په قوماندانى کې  دوروستي تروريستي بريد شهيدانو ته ددرناوي په خاطر  ديو حکم په صادرولو سره سبا يکشنبه  ملي ماتم اعلام کړ
په حکم کې داسې ويل شوي دي .
  دهغې تروريستي پيښې  دشهيدانو ددرناوي او اعزاز په مقصدچې د ٢٠٩ شاهين قول اردو په جومات کې د جمعې دلمانځه داداکولوپه وخت کې شهيدان شول  دغه مراتب منظور دي .
  لومړۍ ماده :
د١٣٩٦ کال  دثوردمياشتې دريمه نيټه ديکشنبې ورځ  ملي ماتم اعلان شو او په ټول هېواد اوپه بهر کې دافغانستان په سياسي نمايندګيو دافغانستان بيرغ  نيم ځوړند شي . 
دويمه ماده :
  د ٢٠٩ شاهين قول اردوپه قوماندانۍ کې دوروستي  تروريستي پيښې شهيدانو ارواحو ته  ددعا په خاطر ځانګړى مراسم ديوې ورځې لپاره  دجمهوري رياست دارګ په جومات او دهېواد دګوټ ګوټ په جوماتونوکې پرځاى شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته